په خوب کې خوب
د له له لوري لیکل شوی منلی جمعه ، 16 دلو, سلواغه 1388 ، 16:57
ادګار الن پو / ژباړه : نجیب منلی
ژباړه: استاد منلی
دا مچکه دې تندي باندې درواخله
چې زموږ لارې بېلېږي
دا یوه له ما نه واوره
نه، ته نه وې خطا شوې چې ویل دې
«ستا ژوندون هسې یو خوب و .»
دا چې هیلې په هوا شوې
یوه شپه که یوه ورځ کې،
په یو خیال کې یا بې هېڅه،
دا خو ده چې هغه لاړې .
څه چې یو او څه چې ښکارو
بس په خوب کې یو بل خوب دی .
موج ځپلي ساحل باندې
د غوغا منځ کې ولاړ یم
او په لاس کې مې نیولي
د زري شګو نینکې .
څومره لږې! لا زما د ګوتو وت کې
ښکته درومي او دوړېږي .
او زه ژاړمه، زه ژاړم
لویه خدایه ولې موټی
ټینګولای باندې نه شم
د بې رحمه موج له واره
لویه خدایه د دې شګو
تش یوه دانه ژغورلای ولې نه شم؟
څه چې یو، او څه چې ښکارو
ګوندې خوب کې یو بل خوب یو؟
This Page
د مطلب ترټولو تازه بڼه شنبه ، 17 دلو, سلواغه 1388 ، 10:25 د له له لوري لیکل شوی منلی سه شنبه ، 9 قوس, لیندۍ 1378 ، 04:30
This place is my haberdashery where I have put together all the stuff I have cobbled up.
I claim responsiblity for every item presented here, though not all have I done alone.
Some of the tokens gathered may be out of date. It should be read with a great deal of circumspection .
You will also find here some works by other people : these are the flowers I picked up when wandering in the wonderland of art, science and litterature.
Best.
Najib Manalai
دا پاڼه
د له له لوري لیکل شوی منلی شنبه ، 17 دلو, سلواغه 1388 ، 10:24
دا پاڼه زما د بنجاره کڅوړه ده، هغه څه په کې دي چې په دې وروستيو کلونو کې مې راټول کړي. د دې پاڼې د موادو مسوليت زما خپل دی، که څه هم ډېر شيان يې ما يوازې نه دي جوړ کړي.
د دې پاڼې ځينې شيان د ورځې پر موضوعاتو ليکل شوي، اوس به زاړه او له وخته تېر وي خو بيا هم کېدای شي چې څوک په کې څه ومومي. سره له دې هم د دغو ليکنو سره يو څه احتياط په کار دی.
دلته د نورو خينې هستونې هم شته : دا هغه کرواړه ده چې ما د هنر، پوهې او ادب د باغېرم بر پولو کړې.
په درنښت.
نجيب منلی
Your comments are welcome : د چټي یا جنک روباټونو په وړاندې برېښنالیکونه خوندي دي، د هغو د لیدلو لپاره تاسو د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ


